د جمهور خبري آژانس مرکز 6 عقرب 1398 ساعت 13:18 http://jomhornews.com/ps/news/121735/ -------------------------------------------------- سرليک : امرخېل: د ټاکنیز مهال ویش نقض؛ ټاکنیزه سرغړونه ده -------------------------------------------------- په ولسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی سلاکار او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل وايي، د ټاکنو کمېسیون لخوا په بار بار د ټاکنیز مهال ویش نقض؛ ټاکنیزه سرغړونه ده. متن - منځ : په ولسي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی سلاکار او د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل وايي، د ټاکنو کمېسیون لخوا په بار بار د ټاکنیز مهال ویش نقض؛ ټاکنیزه سرغړونه ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې امرخېل ویلي که په ټاکنو کې ۷ میلیونو وګړو برخه اخیستې وه د هغوي رایه شمیرنې به څومره وخت نیولی وو؟ نوموړي نن دوشنبه پر خپل ټوېټر لیکلید کمېسیون لخوا په کراتو مراتو د ناسمو معلوماتو او ارقامو وړاندې کول او په هغې کې د فاحشو ارقامو ښکته پورته کیدل هغه څه دي چې ولس ته یې باید په اړه قانع کوونکي معلومات وړاندې شي. پر ټاکنو د څار شبکې چې له ګڼو مدني بنسټونو څخه جوړه شوې هم نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د ټاکنو د پایلو ځندول د نه منلو وبلله او له کمېسیون څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د علان نېټه د روانې لړم میاشتې ۲۳ مه اعلان کړه. د ټاکنو د کمېسیون مشرې حواعلم نورستاني پرون په دغه خبري ناسته کې وویل، کمېسیون نه وغواړي شفافیت د سرعت قرباني کړي. جمهورخبري آژانس:کابل