د جمهور خبري آژانس مرکز 5 سرطان 1398 ساعت 10:52 http://jomhornews.com/ps/news/117712/ -------------------------------------------------- سرليک : پروان کې د موټر د غلا په تور ۷ تنه نیول شوي دي -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت پروان ولایت کې د موټرو د غلا په تور د ۷ تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت پروان ولایت کې د موټرو د غلا په تور د ۷ تنو غلو د نیولو خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسانو درې عرادې موټر غلا کړي و، چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې تر پېژندلو وروسته ونیول شول. د سرچینې په وینا دغه غلو غوښتل غلا کړي موټر د سالنګ له لارې بغلان ته ولېږدوي، خو د ځايي خلکو په همکارۍ د پولیسو له خوا نیول شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل