د جمهور خبري آژانس مرکز 25 میزان 1398 ساعت 7:51 http://jomhornews.com/ps/news/121410/ -------------------------------------------------- کابل کې د هند سفیر: سرليک : له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوو -------------------------------------------------- په کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم خپلو مرسیتو او همکاریو ته دوام ورکړي. متن - منځ : په کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم خپلو مرسیتو او همکاریو ته دوام ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کمار دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲۴ مه کابل کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي. په کابل کې د هند سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم مرستو او همکاریو ته چمتو دی او دوام ورکوي. نوموړي ویلي، هند او افغانستان د دوستۍ اوږدې تاریخي اړیکې لري او دا دوستی او دوستانه اړیکې به دوام ولري. په ورته وخت کې د افغانستام د ملي امنیت شورا سلاکار له افغانستان سره د هند د مرستو مننه کړې ده. د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي، چې یادې مرستې له ترهګرۍ او ورانکارو سره د حکومت مبارزه پیاوړې کوي او د ترهګرو له شره زموږ د وګړو ژوند او کورونه ژوغوري. د یادونې ده، چې هند پرون دوه جنګي چورلکې هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ته تسلم کړې. جمهورخبري آژانس:کابل