د جمهور خبري آژانس مرکز 29 میزان 1398 ساعت 8:18 http://jomhornews.com/ps/news/121519/ -------------------------------------------------- سرليک : زابل کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې پر ولسي وګړو د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. ځايي چارواکي وایي، د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. دوی وايي، تر اوسه نه ده معلومه، چې مرمۍ د کوم لوري څخه راغلې ده، خو په اړه یې پلټنې روانې دي. په ورته وخت کې د زابل د ملکي روغتون ډاکتر وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي وو، چې دوه ماشومانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کابل