د جمهور خبري آژانس مرکز 16 میزان 1397 ساعت 14:11 http://jomhornews.com/ps/news/109028/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا: په ترافیکي پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي دي -------------------------------------------------- لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. متن - منځ : لوېدیځې رسنۍ وایي، د امریکا په نیویارک ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د امریکا په نیویارک ایالت الباني ته نږدې د یوه لېموزین او یوه بل موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی په لېموزین موټر کې د یوه واده مېلمانه سپاره و، چې له بل موټر سره تر ټکر وروسته له سړکه اوښتی او د یوې لویې مغازې پارېکنګ ته لوېدلی دی. د نیویارک پولیسو ویلي په پېښه کې ټول ۲۰ تنه وژل شوي، چې ۱۸ یې د لېمورین موټر سورلي او دوه کسان هم په پارکېنګ کې وژل شوي دی. جمهورخبري آژانس:کابل