د جمهور خبري آژانس مرکز 8 جوزا 1399 ساعت 17:15 http://jomhornews.com/ps/news/128225/ -------------------------------------------------- د روغتیا وزارت پلاوی: سرليک : ننګرهار کې د محرقې ناروغان ټول کرونا نیولي -------------------------------------------------- ننګرهار ولایت ته د عامې روغتیا وزارت تللي پلاوي تر خپلو څېړنو وروسته ویلي چې په یاد ولایت کې د محرقې ناروغان ټول په کرونا ویروس اخته دي. متن - منځ : ننګرهار ولایت ته د عامې روغتیا وزارت تللي پلاوي تر خپلو څېړنو وروسته ویلي چې په یاد ولایت کې د محرقې ناروغان ټول په کرونا ویروس اخته دي. د جمهور آژانس د خبر خبر له مخې یاد پلاي ټینګار کړي، چې په دې ولايت کې په محرقې اخته کسان کرونا ويروس نيولي او بايد خپلې روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، تللي پلاوي د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست له چارواکو سره هم په همدې تړاو لیدنه کړې. سرچینه زیاتوی، په یاده لیدنه کې د کرونا تجريد روغتون ته د پنځه سوه نورو بېډونو د ورکړې او په ښار او ولسواليو کې د کرونا ويروس مخنيوي او درملنې په موخه په نورو مرستو او امکاناتو هم خبرې اترې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې نن په افغانستان کې د کرونا ۵۸۰ تازه پېښې ثبت شوې چې ورسره په کرونا د اخته کسانو شمېر هم له ۱۳ زرو واوښت. جمهورخبري آژانس:کابل