د جمهور خبري آژانس مرکز 8 قوس 1400 ساعت 14:40 http://jomhornews.com/ps/news/145127/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبان او امریکایان نن خبرو ته کېني -------------------------------------------------- ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي امارت استازي له امریکايي استازو سره دوحه کې له سره مذاکرات پیل کړي. متن - منځ : ټاکل شوې چې د افغانستان د اسلامي امارت استازي له امریکايي استازو سره دوحه کې له سره مذاکرات پیل کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مذاکرات به نن دوشنبې د لیندۍ ۸ مه پیل شي او دوه اوونۍ به دوام وکړي. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د دغه خبر پخلی کړی ویلي یې دي، چې دې مذاکراتو کې به د دواړو خواوو په غوښتنو او اندېښنو ژور بحثونه وشي. له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو لومړیتوب د هغه بانکي زېرمې د خلاصېدو غوښتنه ده چې د دوی له واکمنۍ سره سم، متحده ایالاتو کنګل کړه. د دې تر خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د بحث وړ موضوعاتو د نوملړ په سر کې ځای لري. د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پلاوي مشري کوي او د امریکا له لوري بیا د افغانستان له پاره د دوی ځانګړی استازی توماس وېسټ د مذاکراتو مشري کوي. جمهورخبري آژانس:کابل