د جمهور خبري آژانس مرکز 29 حمل 1398 ساعت 12:19 http://jomhornews.com/ps/news/115625/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار کې د سولې په پلوی لاریون پیل شو -------------------------------------------------- په کندهار ولایت کې د مرکز او ولسوالیو د سلګونو ځوانانو له خوا د سولې په پلوی لاریون پیل شوی دی او شبېبه په شېبه یې شمېر زیاتېږي. متن - منځ : په کندهار ولایت کې د مرکز او ولسوالیو د سلګونو ځوانانو له خوا د سولې په پلوی لاریون پیل شوی دی او شبېبه په شېبه یې شمېر زیاتېږي. د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون نن پنشنبې د وري ۲۹ مه پیل شوي او لاریون کوونکي په خپلو شعارونو کې د سولې او اوربند غوښتنه کوي. لاریون کوونکي د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي، چې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي، سوله وکړي او ورور وژنه بس کړي. لاریون د سولې د ولسي حرکت په لارښوونه پیل شوی دی، چې شېبه په شېبه یې د ګډونوالو شمېر زیاتېږي او ښایي د دغه لاریونو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي. د سولې د ولسي حرکت غړي وایي، دغه لاریونونه به له کندهار وروسته په خوست، پکتیا، ننګرهار، مزار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر سره شي. په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان ویلي د لاریون لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي او له کندهار ښاریانو یې غوښتي، چې د سولې لپاره له دغه لاریون سره یو ځای شي. ویل کېږي لاریون به د کندهار په احمدشاهي لوبغاړي کې د دیني علماوو په ویناوو او یوه پرېکړه لیک پای ته ورسېږي. جمهورخبري آژانس:کندهار