د جمهور خبري آژانس مرکز 8 حوت 1398 ساعت 11:19 http://jomhornews.com/ps/news/125426/ -------------------------------------------------- سرچینې: سرليک : حکومت تر اوسه د طالبانو او امریکا د هوکړې مراسمو کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې -------------------------------------------------- سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پر افغان حکومت پورې اړه نه لري او نه هم تر اوسه په دغه مراسمو کې د افغان حکومت د ګډون په اړه کوم تصمیم نیول شوی. متن - منځ : سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پر افغان حکومت پورې اړه نه لري او نه هم تر اوسه په دغه مراسمو کې د افغان حکومت د ګډون په اړه کوم تصمیم نیول شوی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه د راتلونکې شنبې کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي. د طالبانو د قطر دفتر هم تایید کړې، چې تر اوسه په پلان کې کوم بدلون نه دی راغلی او دغه هوکړه به د راتلونکې شنبې په ورځ د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي. قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د هوکړې مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو استازي وربلل شوي او دا هوکړه به د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي. طالبانو ویلي د دوی له لوري به هوکړه د ملا عبدالغني برارد له خوا لاسلیک شي، خو د امریکا له لوري تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک به یې لاسلیک کړي. د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دوی ته هم بلنه ورکړل شوې او دی به په دغه مراسمو کې ګډون وکړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او په ورته وخت کې عمران خان قطر ته رسېدلی دی. خو دا چې په دې مراسمو کې د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړل شوې که نه د حکومت یوې سرچینې نن پنشنبې د کب ۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویلدا هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ ده، په افغان حکومت پورې اړه نه لري. دغه حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا مراسمو ته افغان حکومت بلل شوی او ګډون په کې کوي که نه، زیاته کړه، چې دا د امریکا او طالبانو تر منځ ده او افغان حکومت ته هغه مرحله مهم ده، چې د دوی او طالبانو تر منځ خبرې وشي. سرچینې زیاته کړه، دا چې په یادو مراسمو کې به د افغان حکومت استازی ګډون وکړي که نه تر اوسه تصمیم نه دی نیول شوی او هر کله چې تصمیم ونیول شو، له رسنیو سره به شریک شي. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض