د جمهور خبري آژانس مرکز 4 جوزا 1398 ساعت 9:43 http://jomhornews.com/ps/news/116723/ -------------------------------------------------- سرليک : د ولسمشرۍ له معترضو نوماندانو د عبدالله ملاتړ/ د ولسمشر واکونه باید راکم کړی شي -------------------------------------------------- د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم په ځینو برخو کې د ولسمشرۍ د معترضو نوماندانو له دریځه ملاتړ کړی او وایي د ولسمشر غنی واکونه باید راکم کړی شي. متن - منځ : د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم په ځینو برخو کې د ولسمشرۍ د معترضو نوماندانو له دریځه ملاتړ کړی او وایي د ولسمشر غنی واکونه باید راکم کړی شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله انتخاباتي ټیم د تېرې پنشنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې که له یوې خوا د معترضو نوماندانو ملاتړ کړی له بلې خوا یې د حکومت د کار له دوام سره هم موافقه ښودلې ده. عبدالله چې پر خپله فسبوک پاڼه د خپل ټیم اعلامیه خپره کړې په کې راغلې، که څه هم د ملي یووالي حکومت د سیاسي موافقې پر اساس رامنځته شوی، خو څرګنده ده چې د وخت او کاري مودې له پلوه د جمهوري ریاست د یوې انتخاباتي دورې تابع دی. سرچینه وایي، د افغانستان اساسي قانون د انتخاباتي دورې او د ولسمشر د کار د دورې د پای په اړه پوره صراحت لري. په خبرپاڼه کې ویل شويد اساسي قانون ۶۱ ماده دوې مهمې او روښانې برخې لري: لومړۍ برخې یې په جدیت او روڼ ډول حتي د ولسمشر د کار د پای ته رسېدا ورځ په ګوته کړې ده. په دوام کې یې دوهم جز تر ټاکلې مودې مخکې د انتخاباتو نېټه تعین کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي، په خپل وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو نه ترسره کېدا په عامه ذهنونو او په سیاسي او حقوقي ټولنو کې د ملي یووالي د حکومت د کار د دوام په اړه پوښتنې پیدا کړي. دغه راز خبرپاڼه وايي، دغه کار د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او د دولت د مشرتابه په منځ کې هم د نظراختلافونه رامنځته کړي دي، چې دغو اختلافونو خلک اندېښمن کړي دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم دا پوښتنې د بحث وړ بولي او د کاندیدانو له یو شمېر اندېښنو سره همږغه دی. ښاغلي عبدالله په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی ټیم د نوم لیکنې په ورځ د حکومت د صلاحیتونو د کمولو او دغه راز له دولتي امکاناتو د نه ګتې اخیستې په اړه عادلانه حل لاره مطرح کړې وه. د ثبات او همپالنې د ټیم اعلامیه د معترضو کاندیدانو له لوري مظاهرو او اعتراضونو ته په اشارې وايي، دا ډول اقدامات بې ثباتي نوره هم زیاتوي مګر په عین حال کې په یوه برخه کې د ولسمشر د واک د محدودېدو غوښتنه کوي. نوموړي په دې وروستیو کې د حکومت له خوا په لوړو او منځنیو څوکیو کې پر ادلون بدلون هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د شوې توافق له مخې باید دا کارونه نه وای شوي. ډاکتر عبدالله ډاډ څرګند کړی، چې د ولسمشرۍ نوماندان به په روښانه کړنلارو تفاهم ته ورسېږي، تر چې له یوې خوا د حکومت کارونه او د خدماتو وړاندې کول له ستونزو سره مخ نه شي او له بلې خوا له دولتي سرچینو په ټاکنو کې د ګټې اخیستنې مخنیوی شوی وي. نوموړي له نوماندانو غوښتي، چې په دې برخه کې سره خبرې اترې وکړي او اجازه ورنکړي، چې د نظر اختلافونه یې د هېواد پر ثبات او امنیت منفي اغېز وکړي او اوضاع له دې هم کړکېچنه شي. باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندانو د حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې بللې او د حکومت له مشرانو یې غوښتي، چې واک پرېږدي. خو حکومت له سترې محکمې د حکم په اخستو سره خپل کار ته دوام ورکړی او هر ډول سرپرست حکومت یې رد او د هېواد په زیان بللی دی. جمهورخبري آژانس:کابل