د جمهور خبري آژانس مرکز 8 سرطان 1398 ساعت 10:03 http://jomhornews.com/ps/news/117795/ -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله -------------------------------------------------- په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده. متن - منځ : په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري وایي، د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې یو این ایچ سی ار نن شنبې د چنګاښ ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د حکومت کابینې دغه موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې ۱،۴ میلیون راجستر شوي افغان کډوال میشت دي او دوی کولی شي، په قانوني توګه د یوه بل کال لپاره هلته پاتې شي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنري د پاکستان د دغه اقدام هرکلی او ستاینه یې کړې ده. د دې ادارې مشرې مینیکدیویلا ویلي، پاکستان له تېرو څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه توب کوي او دوی به له پاکستان سره په دې برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. جمهورخبري آژانس:کابل