د جمهور خبري آژانس مرکز 22 جوزا 1397 ساعت 11:20 http://jomhornews.com/ps/news/105194/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا او شمالي کوریا ولسمشرانو یو مهم تفاهم لیک لاسلیک کړ -------------------------------------------------- د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د تاریخي لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو یو مهم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. متن - منځ : د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د تاریخي لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو یو مهم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر اون نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ سره ولیدل او تر اوسه یې څو ځلې ناستې کړې دي. په دغه ناسته کې د دواړو مشرانو تر منځ یو مهم تړون لاسلیک شوی دی، خو دا چې جزیات یې څه دي دا به وروسته د ټرمپ او اون تر ګډ خبري کنفرانس وروسته څرګند شي. ټرمپ د سند د لاسلیک پر مهال یوازې دومره ویلي، چې دی او اون دواړه ویاړي، چې تر بریالیو خبرو وروسته د تفاهم یو تړون په ګډه توګه لاسلیکوي. په ورته وخت کې د شمالي کوریا ولسمشر اون هم ویلي دی ډېر خوښ دی، چې یو تاریخي سند لاسلیکوي او د امریکا له ولسمشر نه یې د دغه ناستې له برابرولو څخه مننه وکړه. وړاندې مو و ویل، چې د دغه لاسوند جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو ولسمشر ټرمپ ویلي وروسته له دې به د امریکا او شمالي کوریا اړیکې د تېر په پرتله ډېرې بېلې وي. ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر کیم یاد کړ، له هغه یې د مننې تر څنګ و ویل، چې دغه خبرې اترې یې تر هغه څه چې وړاړندوینه یې کېده ډېرې بریالۍ وې. باید و ویل شي، چې د ټرمپ او اون د لیدو، ناستو او خبرو اترو له پاره کابو ۳۵۰۰ خبریالان سنګاپور ته ورغلی او دا مهال ګڼ خبریالان د کاپلا په هوټل کې د دواړو مشرانو ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته په تمه دي. جمهورخبري آژانس:کابل