د جمهور خبري آژانس مرکز 12 جدی 1398 ساعت 13:42 http://jomhornews.com/ps/news/123680/ -------------------------------------------------- سرليک : هلمند کې د یوې سیمه ییزه رادیو یو کارکوونکی وژل شوی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوی، چې ناپېژانده کسانو هلمند ولایت کې د سمون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو یو کارکوونکی وژلی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوی، چې ناپېژانده کسانو هلمند ولایت کې د سمون په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو یو کارکوونکی وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، وژل شویو کارکوونکی سفر محمد اتل نومېږي. د هغه په وینا سفر محمد اتل چې د سمون په نوم راډیو کارکوونکی و، تېره شپه ناپېژانده کسانو د چړې په ګوزارونو وژلی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د سفر محمد اتل مړی نن پنشنبې د مرغومي ۱۲ مه د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د دویمې حوزې اړوند کارته لګان سیمه کې موندل شوی دی. عمر ځواک وايي، د دغه قتل لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. د دغه وژنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:هلمند