د جمهور خبري آژانس مرکز 17 ثور 1399 ساعت 9:56 http://jomhornews.com/ps/news/127578/ -------------------------------------------------- سرليک : پروان کې بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو چاودنه شوې -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې یو ځل بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د پروان د برېښنا شرکت مرستیال وژل شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې یو ځل بیا د برېښنا شرکت په کارکوونکو ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د پروان د برېښنا شرکت مرستیال وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د برېښنا شرکت کاروونکي وايي، دغه چاودنه پرون سه شنبې د غوايي ۱۶ مه مازیګر مهال شوې ده. د پروان د برېښنا شرکت یو مسوول توکل رحماني وايي، په دغه چاودنه کې د شرکت د پروان حوزې تجارتي مرستیال مرتضی سروري وژل شوی دی او د پروان برښنا د رییس روح الله ساجد په شمول یې یو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي. د یادونې ده، چې تر دغه چاودنې نیم ساعت وړاندې هم د پروان په ګلغونډۍ کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو د ماین چاودنه شوې وه، چې پنځه کارکوونکي یې پکې ټپیان شوي وو. د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی. له پرون راهیسي دا درېمه چاودنه ده چې په پروان ولایت کې د برښنا شرکت پر کار کوونکو کېږي، خو تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کابل