د جمهور خبري آژانس مرکز 13 حوت 1397 ساعت 14:35 http://jomhornews.com/ps/news/114077/ -------------------------------------------------- سرليک : غني؛ یو کرکټر او څو مخونه -------------------------------------------------- جمهور رئیس اشرف غني چې له کله راهیسې ارګ ته ننوتی تر ننه پورې پرله‌پسې درواغ وايي، خلک تېرباسي او یا له خپلو متحدانو سره ژمنې ماتوي او په هېڅ‌وجه د ټیمي کار او همکارۍ روحیه نه‌لري. متن - منځ : جمهور رئیس اشرف غني چې له کله راهیسې ارګ ته ننوتی تر ننه پورې پرله پسې درواغ وايي، خلک تېرباسي او یا له خپلو متحدانو سره ژمنې ماتوي او په هېڅ وجه د ټیمي کار او همکارۍ روحیه نه لري. داسې ښکاري چې ګواکې جمهور رئیس اشرف غني دې د همدغو ناوړه کارونو لپاره پیدا شوی وي. دا ټولې هغه ناوړه کړنې دې چې په یوه دین او مذهب کې هم ځای نه لري او څوک یې نه شي توجیه کولای. خو درېغه چې دا ټولې بدګڼي زموږ په ولسمشر کې راټولې شوې دي، دا چې وايو جمهور رئیس اشرف غني پرله پسې درواغ وايي او ولس تېرباسي؛ د دغه ښاغلي د خبرو او عمل ترمنځ د لوی توپیر او واټن په شتون کې رېښه لري. په تېرو کابو پنځو کلونو کې د اشرف غني یوه خبره هم نه ده عملي شوې. د پوهنیز وضعیت ښه والی، د ښوونکو معاشونو لوړوالی، ښوونکو ته د ځمکو ورکړه او د مکتب او مدرسې ترمنځ د واټن له منځه وړل؛ هغه شعارونه وو چې اشرف غني یې بیا بیا د پلي تابه په اړه خلکو ته درواغ وویل. ان یو ځل خو یې په ۱۳۹۵لمریز کال د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې له خلکو بښنه هم وغوښته چې د خپلو ژمنو او وعدو په تطبیق کې پاتې راغلی دی. همدا سږکال(۱۳۹۷) یې یو ځل بیا د تعلیمي کال د پرانستې په مراسمو کې په خپلو پخوانیو درواغجنو وعدو یو څه نور هم ورزیات کړل او ویې ویل چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۶۰۰۰ښوونځي جوړ کړي. خو وینو چې کال په خلاصېدو دی او غني په ځان اخته دی چې څنګه په قدرت کې پاتې شي. د امنیت ټینګښت، له اداري فساد سره مبارزه، د خلکو دسترخوان ډکول، د ټاکنیز نظام اصلاح، په دولتي پستونو د شایسته افرادو ګمارنه، د بې روزګارۍ راکمول او ولایتونو ته د اجرائیوي صلاحیتونو ورکړه؛ د اشرف غني هغې نورې درواغجنې ژمنې وي چې تر اوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې. اساسي قانون خو پر ځای پرېږده چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو له هماغې لومړۍ ورځې راهیسې تر ننه پورې پرله پسې نقض شوی دی. سربېره پر دې جمهور رئیس اشرف غني د نوم لیکنې په ورځ یو ځل بیا د خلکو تېر ایستلو هڅه وکړه او ویې ویل چې حکومت باید د خلکو په خدمت کې وي، نه د افرادو په خدمت کې. خو ایا حکومت واقعاً د خلکو په خدمت کې دی؟ همدا اوس اوس داسې راپورونه په لاس کې دي چې د ځینو ادارو مامورینو د دوو او د ځنیو نورو ادارو مامورینو حتا د درېیو میاشتو معاشونه نه دي اخستي، حال دا چې د کمپایني موخو په مقصد بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په ننګرهار کې یوې خاصې ولسوالۍ ته سفر کوي او ځینې حکومتي دستګاوې او ادارې خو بیا د تبلیغاتي شبکو، کانالونو او نورو بنسټونو د پېرلو له پاره ملیونونه افغانۍ لګوي. لنډه دا چې د جمهور رئیس د هرې وینا او خبرې تر شا یو دروغ پټ دي چې د ولس د تېرایستلو په موخه یې له ستوني راباسي. که چېرې د جمهور رئیس د دروغو حساب وکړو؛ نو باید ووایو چې سر او کال درواغ وايي او داسې ورځ به نه وي چې ده دې په کې درواغ نه وي ویلي. دا چې وایو اشرف غني د ټیمي کار روحیه نه لري او په خپله ژمنه او عهد نه پايي له دې کبله ده چې خپلسره او یو اړخیزې پرېکړې کوي او نور نه شي زغملی. وینو چې ځینې مطرح څېرې یا په خپله ترې لاړې او یا ده د خپلې ځان غوښتنې له امله له دندو لرې کړې. که له وروستي مورده یې راپیل کړو، غني د هم ګټو هېوادونو د استازي په توګه شاکر کارګر نه یوازې د یوه فرمان په صادرولو سره له دندې لرې کړ، بلکې د دفتر تشکیل یې هم ورته چورلټ لغوه کړ. کارګر د جمهور رئیس کرزي د ریاست پرمهال د اذربایجان سفیر او د سوداګرۍ وزیر پاتې شوی او د لومړي مرستیال جنرال دوستم له نږدې کسانو ځنې و. سربېره پر دې ټولو ته څرګنده ده چې غني له جنرال دوستم سره څه نخرې ونه کړې. تر هغه چې دوستم ته یې اړتیا وه، هېڅ خبره نه وه، خو چې کله یې سلیقوي ستونزې ورسره پیدا شوې، بیا یې څنډې ته کړ. دوستم نه یوازې څنډې ته کړای شو، بلکې هېڅوک تراوسه هم په دې نه پوهېږي چې څنګه د احمدایشچي په دام کې کېوت. د غني چې څومره په وس کې وه دوستم وټکاوه او ټول صلاحیتونه یې ځنې واخستل. جنرال جرئت بله بېلګه ده چې جمهور رئیس غني پرې ورودانګل. جرئت تر هغو چې په امنیت شورا کې د غني د سلاکار په توګه کار کاوه، نه جنګ سالار و او نه یې ساتونکو خلکو ته ستونزې جوړولې، خو همدا چې وپوهېد چې په ټاکنو کې یې ملاتړ نه کوي، نه یوازې یې له دندې لرې کړ او د جنګ سالار ټاپه یې پرې ووهله، بلکې د کور تر مخې یې ورته پوځي پریټونه هم ترسره کړل. احمدضیا مسعود شړل، د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک نه پلي کول او د واک په پنځوس پنځوس وېش باندې سترګې پټول، په چل او ول له عطامحمدنور څخه د استعفا اخستنه او بالاخره د اجرائیه رئیس د لومړي مرستیال محمدمحقق د عزل فرمان صادرول او داسې نورې د اشرف غني هغه ژمن ماتونې، او د نه همکارۍ روحیې بېلګې دي چې نه یوازې یې په ناپښتنو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی، بلکې په پښتنو کې هم سر نه شي اوچتولی. ښايي د همدغې عوام فریبۍ له امله وي چې نن سبا یې شاوخوا بیخي تشه شوې ده او کومه مطرح څېره یې ترڅنګ نه لیدل کېږي. نن فقط هغه کسان په اشرف غني راټول دي چې د خپلې چوکۍ، مقام او امتیاراتو د له لاسه ورکولو وېره ورسره ده. لنډه دا چې د ژمنې او عهد ماتول، د ټیمي همکارۍ روحیې نه درلودل، درواغ، د ولس تېرایستل او عوام فریبي د جمهور رئیس غني هغه ځانګړنې دي چې په هېڅ دین او مذهب کې ځای نه لري؛ په تېره بیا اسلام خو په کلکه دغه اعمال مردود ګڼلي او مسلمانان یې ترې منع کړې دي. لیکن غني ته له دغو ټولو پولو او سرو کرښو څخه اوښتل داسې وو لکه یوه پیاله اوبه چې څښي. عنایت همدرد