د جمهور خبري آژانس مرکز 22 میزان 1400 ساعت 12:06 http://jomhornews.com/ps/news/143570/ -------------------------------------------------- سرليک : کونړ کې چاودنه: د شیګل امنیه قوماندان یې وژلی او ۱۲ تنه ټپیان دي -------------------------------------------------- سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي او عیني شاهدان وايي، کونړ کې پر طالبانو چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز روغتیايي کارکوونکي او عیني شاهدان وايي، کونړ کې پر طالبانو چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې عیني شاهدانو ویلي، دغه چاودنه نن پنشنبې د تلې ۲۲ مه سهار ۱۰:۳۰ بجې د مرکز اسعدآباد ښار اړوند د کرهالي پله په سیمه کې شوې ده. د عیني شاهدانو په وینا چاودنه د طالبانو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې په رنجر کې ناست کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري. په ورته وخت کې د اسعدآباد د روغتون یو تن ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې له ځایه دوی ته ۱۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي. د دې ډاکتر په وینا په ټپیانو کې پنځه تنه وسله وال طالبان او ۷ نور یې هم ملکي وګړي دي. دغه سرچینې دا هم ویلي، چې په چاودنه کې د شیګل ولسوالۍ امنیه قوماندان هم وژل شوی دی. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی او نه هم اسلامي امارت په دې اړه څه ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل