د جمهور خبري آژانس مرکز 14 عقرب 1397 ساعت 14:58 http://jomhornews.com/ps/news/109947/ -------------------------------------------------- سرليک : برېښنا شرکت ومنله چې د ننګرهار او لغمان برېښنا پرې شوې -------------------------------------------------- د برېښنا شرکت تایید کړه، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو برېښنا له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې پرې شوې ده. متن - منځ : د برېښنا شرکت تایید کړه، چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو برېښنا له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې پرې شوې ده. د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي جمهور خبري آژانس ته وویل، چې پر ننګرهار او لغمان برېښنا وسله والو طالبانو پرې کړې ده. نوموړي زیته کړه، چې د برېښنا شرکت کارکوونکي د مزو د بیا تړولو له پاره چمتو دی، او هر وخت چې امنیتي ستونزې لرې شي، د دغه ولایتونو برېښنا به ونښلي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم وایي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د لغمان او ننګرهار برېښنا پرې شوې. عبدالله نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه د وزیرانو شورا غونډه کې و ویل، چې د ننګرهار او لغمان خلک حق لري، چې په دې اړه شکایت وکړي ځکه هلته د برېښنا د نشتوالي له امله د نورو ستونزو تر څنګ صنعي کارونه هم په ټپه درېدلي دي. د افغان حکومت اجرائیه رییس ټنګار وکړ، چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به دغه موضوع په جدیت سره مطرح او بحث به پرې وشي. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض