د جمهور خبري آژانس مرکز 4 ثور 1398 ساعت 12:22 http://jomhornews.com/ps/news/115832/ -------------------------------------------------- سرليک : د شمالي کوریا ولسمشر روسیې ته رسېدلی دی -------------------------------------------------- د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر کېم جونګ اون له یوه لوړ پوړي پلاوي سره روسیې ته رسېدلی دی. متن - منځ : د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر کېم جونګ اون له یوه لوړ پوړي پلاوي سره روسیې ته رسېدلی دی. د جمهور آژانس د خبر د شمالي کوریا خبري آژانس ویلي، ولسمشر اون او ورسره پلاوی نن چهارشنبې (د اپریل ۲۵مه) له پیونګ یانګ د روسیې ولادي وستوک بندري ښار ته حرکت کړی و اوس روسیې ته رسېدلی دی. دغه آژانس زیاته کړې، ښاغلی اون له خپلو ځینو حکومتي او پوځي چارواکو سره په ګډه په یوه خصوصي ټرېن اورګاډي کې د نږدې ۷۰۰ کېلو مترو مزل پيل کړی. ټاکل شوې ده، چې د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون به سبا پنشنبې د غوايي ۵ مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره وګوري. پرون د کرملېن سکرتر یوري اوشاکوف هم ویلي وو چې د پوتین او اون د پنشنبې ورځ ناسته کې به خبرې کوریا ټاپو وزمه کې له سیاسي او ډپلوماتیکې لارې د اټمي لانجې په هواري متمرکزه وي. جمهورخبري آژانس:کابل