د جمهور خبري آژانس مرکز 4 میزان 1398 ساعت 9:08 http://jomhornews.com/ps/news/120737/ -------------------------------------------------- روسیه: سرليک : د ترهګرۍ ګواښ د منځه وړلو لپاره له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ته اړتیا ده -------------------------------------------------- روسیه وايي، د ترهګرۍ د ګواښ او د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره اړتیا ده، چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستې او همکارۍ دوام ولري. متن - منځ : روسیه وايي، د ترهګرۍ د ګواښ او د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره اړتیا ده، چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستې او همکارۍ دوام ولري. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان شمالي ولایتونو شاید د ترهګرو ډلو لپاره د نوي پسرلي په فرصت بدل شي، نو له همدې کبله د دغه هېواد سره د بهرنیو مرستو ته اړتیا ده. دی وایي، د شوروي بلاک او د شانګهای د همکاریو سازمان باید خپل ټول پام له افغانستانه راپورته کېدونکو ګواښونو باندې ورټول کړي، ځکه له دغه هېواد څخه شمالي اسیا ته د داعش ګواښ ډېرپه جدیت سره متوجه دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی، چې له همدې ګواښونو سره د مبارزې لپاره اړتیا ده، چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې وشي. لاوروف وايي، ، تېرو تجربو ثابته کړې چې له افغانستان سره د مرکزي آسیا د اقتصادي همکاریو د پراختیا هیڅ پلان د امنیتي ګواښونو له حل پرته پلی کېدای نه شي. جمهورخبري آژانس:کابل