د جمهور خبري آژانس مرکز 24 سنبله 1399 ساعت 10:51 http://jomhornews.com/ps/news/131537/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشرد ولسي او مشرانو جرګو له مشرانو سره کتلي -------------------------------------------------- ولسمشر غني د ولسي جرګې له مشر میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار سره جلا جلا کتلي دي. متن - منځ : ولسمشر غني د ولسي جرګې له مشر میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار سره جلا جلا کتلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د وږي ۲۳ مه په ارګ کې شوې او پر بېلا بېلو موضوعاتو په کې خبرې شوې دي. خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې د حکومت او ملي شورا تر منځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې وشوې. سرچینه زیاتوي د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رئیسانو له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، ملي شورا د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي. جمهورخبري آژانس:کابل