د جمهور خبري آژانس مرکز 17 اسد 1398 ساعت 10:12 http://jomhornews.com/ps/news/119252/ -------------------------------------------------- د افغان کرکټ معلولینو لوبډلې، سرليک : تر بنلګدېش او پاکستان وروسته انګلستان هم په ګونډو کړ -------------------------------------------------- انګلستان کې د پنځو هېوادونو ترمنځ روان ټورنمنټ کې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې کوربه لوبډلې ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه. متن - منځ : انګلستان کې د پنځو هېوادونو ترمنځ روان ټورنمنټ کې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې کوربه لوبډلې ته هم په لوی توپیر ماته ورکړه. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ۲۰ اوریزه لوبې له تېرو څو ورځې راهیسې په انګلستان کې پیل شوې، چې افغان لوبډلې په کې پرلپسې درې لوبې وګټلې. افغانستان پرون چهارشنبې د زمري ۱۶ مه له انګلستان سره لوبه وه، چې په کې انګلیس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې افغان لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه. د انګلستان له لوري زیاتې ۳۶ منډې فلاین وکړې، خو د افغان توپ اچوونکو له لوري زیاتې درې وکټې محسن واخیستې. د لوبې په دوهم پانې کې افغان لوبډلې په ۱۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړ. د افغان تووهونکو له لوري احمدزي ناسوځېدلې پنځوسیزه وکړه خو کریم او مندوزي هم په زړه پورې لوبه وکړه. د درې پرلپسې لوبو په ګټو سره افغانستان د دغه سیالیو دویم پړاو ته لار ومونده. د یادونې ده، چې دغه لوبې د افغانستان، هند، بنګلدېش، انګلستان او پاکستان تر منځ دي. افغان لوبډلې تر اوسه بنګلدش، پاکستان او انګلستان سره لوبې کړې، چې درې واړه یې په لوی توپیر ګټلې دي. جمهورخبري آژانس:کابل