د جمهور خبري آژانس مرکز 2 سنبله 1398 ساعت 8:45 http://jomhornews.com/ps/news/119658/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې چاودنې ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي لومړۍ نېټه سهار ۱۰ بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چاودنه د سړک د غاړې اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. خوږیاڼی وايي، د چاودنې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. روغتیايي چارواکي هم تاییدوي، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي دي. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:ننګرهار