د جمهور خبري آژانس مرکز 10 حوت 1398 ساعت 9:07 http://jomhornews.com/ps/news/125453/ -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان کې ترافیکي پېښې۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- د پاکستان په سند ایالت کې یوه ترافیکي پېښه شوې، چې د چارواکو په وینا په کې ۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : د پاکستان په سند ایالت کې یوه ترافیکي پېښه شوې، چې د چارواکو په وینا په کې ۷۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د کب ۹ مه د سند ایالت په سکهر سیمه کې هغه مهال وشوه، چې یوه اورګاډي له یوه مسافر وړونکي بس موټر سره ټکر وکړ. د سکهرد کمېشنر مرستیالې رانا عدیل ویلي، په پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي او پنځو نور ټپیان شوي او ښایي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي. د پاکستان د اور ګاډي د تنظیم ادارې یو چارواکي هم دا مرګ ژوبله تایید کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل