د جمهور خبري آژانس مرکز 18 سنبله 1397 ساعت 8:50 http://jomhornews.com/ps/news/108065/ -------------------------------------------------- سرليک : ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېروي -------------------------------------------------- د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په دغه هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید د یوه لوی مرکز په پرانستلو سره وايي، هېواد به یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېر کړي. متن - منځ : د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په دغه هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید د یوه لوی مرکز په پرانستلو سره وايي، هېواد به یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېر کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف پرون شنبې د وږي ۱۷ مه په خپل هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید تر ټولو لوی مرکز پرانسته وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې ترکمنستان کې د ورته سترو فابریکو په جوړېدو سره د برېښنا او ګاز تولید ډېرېږي، چې له مخې یې ګاونډیو هېوادونو ته صادرات هم لوړېږي. د ترکمنستان له دغه برېښنایي فابریکې څخه به د کال ۳ ملیون کیلوواټ ساعت برېښنا صادره کړي، چې د دغه هېواد د ولسمشر په خبره د صادراتو له لوړېدو سره به په مصرفوونکو هېوادونو کې د توکو بیې هم ټيټې شي. باید و ویل شي، دا برښنا کوټ، چې ګاز په برښنا بدلوي د ترکمنستان مروې ښار ته نېږدې د یو ملیارد او ۲ سوه میلیون ډالره په لګښت جوړ شوی دی. جمهورخبري آژانس:کابل