د جمهور خبري آژانس مرکز 16 ثور 1399 ساعت 15:50 http://jomhornews.com/ps/news/127569/ -------------------------------------------------- حکومت: سرليک : د بندیانو په آزادېدو سره دې طالبان د سولې خبرې پیل کړي -------------------------------------------------- د ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د بندیانو په خلاصېدو سره د سولې خبرې هم پیل کړي. متن - منځ : د ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې د بندیانو په خلاصېدو سره د سولې خبرې هم پیل کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره نن سه شنبې د غوايي ۱۶ مه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، حکومت له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي. افغان حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، خوشې کړي. د یادونې ده، چې افغان حکومت نن هم ۱۰۲ تنه طالب زندانیان خوشي کړل او وايي په راتلونکو ورځو کې به نور هم خوشي کړي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم پرون ماښام په یوه پیغام کې د خپلو زندانیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی و او له حکومته یې وغوښتل چې دغه بهیر ګړندی کړي. جمهورخبري آژانس:کابل