د جمهور خبري آژانس مرکز 2 قوس 1399 ساعت 13:10 http://jomhornews.com/ps/news/133661/ -------------------------------------------------- سرليک : پکتیا: زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نیولي او مړه شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یو زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز نیولي او مړه شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د رباط سیمې د ګډوالو په کمپ کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، د نجیب الله وطن مل په نوم یو ځوان او تازه واده شوې مېرمن یې د یخنۍ له امله ګوټه کې ګازي بخارۍ لګولې، چې وروسته همداسې چالانه پاتې شوې ده. دی وايي، د بخارۍ ګاز ناوې او زوم دواړه نیولي، چې وروسته مړه شوي او سهار یې د کورنۍ غړي پرې خبر شوي دي. منګل زیاتوي، دغه تازه واده شوې جوړې تر شلو کلونو پورې عمر درلود او نن یکشنبه خاورو ته وسپارل شول. جمهورخبري آژانس:کابل