د جمهور خبري آژانس مرکز 9 دلو 1396 ساعت 8:31 http://jomhornews.com/ps/news/100865/ -------------------------------------------------- سرليک : د هاګ محکمه وايي طالبان به یوه ورځ د محکمې مېز ته راکش کړي -------------------------------------------------- د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې وسله وال طالبان به ارو مرو یوه ورځ د نړیوالې محکمې مېز ته راکش کړای شي. متن - منځ : د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې وسله وال طالبان به ارو مرو یوه ورځ د نړیوالې محکمې مېز ته راکش کړای شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه محکمې قاضي کاوه موسوي وايي، یوه ورځ به په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه پیل شوي. د هغه په وینا نو طالبان به هم د نورو مسلو تر څنګ جنګي موخو له پاره د هغو وسایلو په کارولو چې د جګړې له پاره نه دي د عدالت مخې ته ودرول شي. نوموړي په کابل کې صدارت څلور لاري سره نېږدې د امبولانس موټر په وسیله شوی برید چې په کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي غندلی او د ولسي وګړو وژنه یې یو کرغېړن جنایت بللی دی. د هغه په وینا په تېره یوه نیمه پېړۍ کې بېلابېلو نړیوالو تړونو، د جګړه ییزو موخو له پاره د روغتیایي وسایلو کارول په کلکه بند کړي دي. جمهورخبري آژانس:کابل