د جمهور خبري آژانس مرکز 16 عقرب 1398 ساعت 7:55 http://jomhornews.com/ps/news/122005/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې څلور تنه داعشیان نیول شوي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، محلي پولیسو په ننګرهار ولایت کې څلور تنه داعشیان چې د ښځو جامې یې پر تن وې نیولي دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، محلي پولیسو په ننګرهار ولایت کې څلور تنه داعشیان چې د ښځو جامې یې پر تن وې نیولي دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، دغه داعشیان پرون چهارشنبې د لړم ۱۵ مه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې نیول شوي. نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، یادو داعشیانو چې د ښځو جامې یې اغوښتې وې او غوښتل یې وتښتي خو په اچین ولسوالۍ کې د محلي پولیسو له خوا نیول شوي دي. والي د نیول شویو داعشیانو د هویت په اړه څه خو وايي، په دغه ولایت کې ترهګرې ډلې ځپل شوې او دا چې د ښځو په جامو کې تښتي، د دې ښکارندوی یې کوي، چې دوی ډېر کمزوري شوي دی. جمهورخبري آژانس:کابل