د جمهور خبري آژانس مرکز 18 سرطان 1399 ساعت 13:23 http://jomhornews.com/ps/news/129305/ -------------------------------------------------- سرليک : کرونا په افغانستان کې: په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ پېښې ثبت شوې -------------------------------------------------- د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. متن - منځ : د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۲۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې سره په کرونا ناورغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۳۵۹۴ تنو ته ورسېده. دغه راز وزارت وايي، په تېره شپه ورځ کې له کرونا ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ورسره د مړو شمېر ۹۳۷ تنو ته ورسېده. او دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر کسان له دغه ناروغۍ روغ شوي، چې ورسره د ټولو روغو کسانو شمېر ۲۰۷۰۰ تنو ته ورسېده. جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض