د جمهور خبري آژانس مرکز 5 عقرب 1400 ساعت 11:40 http://jomhornews.com/ps/news/144001/ -------------------------------------------------- سرليک : ناروې له افغانستان سره بشري مرستې کوي -------------------------------------------------- د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دین محمد حینف د نارویژي چارواکو سره کتلي او ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده. متن - منځ : د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر دین محمد حینف د نارویژي چارواکو سره کتلي او ناروې له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په یوه ټوېټر کې ویلي، چې ښاغلي حینف د ناورې له سفیر سره کتلي دي. دی وايي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. د ښاغلي نعیم په وینا دواړو لورو ټینګار کړی دی چې په خپلو کې به د اړیکو د پراختیا او بشري مرستو لپاره همکارۍ ډېروي. دی وايي، ناروې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز ټینګار کوي د اقتصادي مسایلو په برخه کې هم له افغانستان سره همکار دي. جمهورخبري آژانس:کابل