د جمهور خبري آژانس مرکز 24 حمل 1398 ساعت 15:28 http://jomhornews.com/ps/news/115418/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیه، امریکا او چین پر افغان سوله غونډه کوي -------------------------------------------------- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي په نېږدې راتلونکې کې به روسیه، امریکا او چین د افغانستان په اړه غونډه وکړي. متن - منځ : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي په نېږدې راتلونکې کې به روسیه، امریکا او چین د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي ټاکل شوې دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۵ مه نېټه د روسیې پلازمېنه مسکو کې وشي. نوموړي په دې درې اړخیزه غونډه کې به چې افغانستان ته ځانګړې شوې د افغان سولې په اړه خبرې اترې وشي. کابلوف ویلي، یادې غونډې ته به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد هم ورشي او له مسکو څخه به لیدنه وکړي. په دې وروستیو کې د افغانستان پر روان وضعیت او په ځانګړې توګه د سولې په اړه د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ ناستې او خبرې زیاتې شوې دي او د افغان سولې مساله په یوه نړیواله موضوع بدله شوې. څو ورځې وړاندې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم پر افغان سوله ناسته کړې وه او په دې ناسته کې یې د افغانستان له سولې د ملاتړ توافق تصویب کړ. جمهورخبري آژانس:کابل