د جمهور خبري آژانس مرکز 9 دلو 1399 ساعت 11:15 http://jomhornews.com/ps/news/135911/ -------------------------------------------------- سرليک : هرات کې یو کس خپل پلار او یو قومي مشر وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو کس پر خپل پلار او یوه قومي مشر ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې یو کس پر خپل پلار او یوه قومي مشر ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۸ مه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وايي، په دغه ولسوالۍ کې د شیخ احمد په نوم یو کس خپل پلار سید خلیفه سید نور او یو بل قومي مشر عبدالستار په ډزو وژلي دي. نوموړي د پېښې د علت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، بریدګر له برید وروسته له سیمې څخه تښتېدلی او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه د هرات ښار نوآباد سیمه کې یو بل قومي مشر او دیني عالم هم ناپېژانده وسله والو کسانو په ډژو وژلی وو. جمهورخبري آژانس:کابل