د جمهور خبري آژانس مرکز 1 جوزا 1399 ساعت 12:24 http://jomhornews.com/ps/news/128064/ -------------------------------------------------- واشنګټن ټایمز: سرليک : افغانستان کې تر کرونا د جګړې پر ضد اقدام اړین دی -------------------------------------------------- واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي. متن - منځ : واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي چې افغانستان کې تر دې دمه جګړو تر کرونا ډېر قربانیان اخیستي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼه کې ټینګار شوي، چې په افغانستان کې تر کرونا هم د روانې جګړې پر ضد اقدامات اړین دي او ټول باید نور دغه خونړۍ جګړه ودروي. په مقاله کې لیکل شوي افغانستان کې د کرونا له پیله تر دې دمه جګړو تر کرونا ویروس ډېر قربانیان اخیستي دي او د سولې هوکړې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه کړې. واشنګټن ټایمز لیکي تر هغه وروسته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي چې د اندېښنې وړ مسئله ده. ورځپاڼه دغه راز لیکي طالبان له کلونو راهیسې د خپل حکومت د جوړولو لپاره هڅه کوي او د سولې هوکړې له لاسلیک سره ښايي خپل دغه هدف تعقیب کړي. جمهورخبري آژانس:کابل