د جمهور خبري آژانس مرکز 12 حوت 1398 ساعت 14:06 http://jomhornews.com/ps/news/125562/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی له ځان سره بېولی -------------------------------------------------- د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی نظر جان له ځان سره بېولی دی. متن - منځ : د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی نظر جان له ځان سره بېولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، طالبانو د دوی د حرکت غړي نظر جان د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه بېولی دی. د هغه په وینا نظرجان او ملګري یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورغلي وو، هلته یې د سولې اړوند هوکړې په اړه غونډه رابللې وه، په غونډه کې دوی د دې نېک اقدام ستاینه کوله. د ښاغلي وطندوست اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو هوکړې ته ده چې د شنبې په ورځ قطر کې لاسلیک شوه. طالبانو تر اوسه د سولې ولسي حرکت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل