د جمهور خبري آژانس مرکز 5 ثور 1398 ساعت 10:33 http://jomhornews.com/ps/news/115860/ -------------------------------------------------- سرليک : د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر د مسکو نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی -------------------------------------------------- د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر مسکو کې د نړۍ او سیمې د امنیت په موخه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. متن - منځ : د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر مسکو کې د نړۍ او سیمې د امنیت په موخه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له مطبوعاتي دفتره پرون چهارشنبې د غوايي ۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه کنفراس کوربتوب د روسیې د حکومت په غاړه دی او په کې د نړۍ له پنځوسو زیاتو هېوادونو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ګډون لري. خبرپانه زیاتوي، ښاغلی اتمر به د دې کنفرانس په جریان او دوه اړخیزه لیدنو کې د افغانستان د سولې بهیر او امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړي. په خبرپانه کې وی شوي، دغه راز به ښاغلی اتمر د ناستې ګډونوالو وهڅوي، چې د افغانستان له دولت او خلکو سره د سولې بهیر او امنیت د تینګښت په برخه کې همکارۍ پیاوړي کړي. باید و ویل شي، چې ښاغلی اتمر له تېرو پنځو کلونو را پدېخوا د مسکو نړۍوال امنیتي کنفرانس له محوري ګډونوالو څخه دی. جمهورخبري آژانس:کابل