د جمهور خبري آژانس مرکز 6 سرطان 1398 ساعت 15:44 http://jomhornews.com/ps/news/117769/ -------------------------------------------------- سرليک : بدخشان:سیند ته د موټر غورځېدو ۷ تنه وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې یو موټر سیند ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د چنګاښ شپږمه سهار شاوخوا نهه بجې د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وایي، موټر د سړک څخه تر وتلو وروسته سیند ته لوېدلي، چې له امله یې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت په تازه معلوماتو کې ویلي، سږ کال د جګړې په پرتله د ترافیکي پېښو قربانیان زیات و. جمهورخبري آژانس:بدخشان