د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 10:23 http://jomhornews.com/ps/news/143968/ -------------------------------------------------- ملګري ملتونه: سرليک : افغان مېرمنو ته باید د کار او زده کړو زمینه برابره شي -------------------------------------------------- ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی. متن - منځ : ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتنه کې کړې دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. ملګرو ملتونو مېرمنو ته ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي. دوی ټینګار کړی چې زده کړې او تعلیم د نجونو حق دی او باید ورکړل شي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. جمهورخبري آژانس:کابل