د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جدی 1397 ساعت 14:43 http://jomhornews.com/ps/news/112566/ -------------------------------------------------- بشردوست وکیلانو ته! سرليک : خپل کورونه مو آباد خو افغانستان مو خراب کړ -------------------------------------------------- د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وايي، د جرګې په ۸ کلنه کاري دوره کې وکیلانو خپل کورونه آباد خو افغانستان یې خراب کړ. متن - منځ : د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وايي، د جرګې په ۸ کلنه کاري دوره کې وکیلانو خپل کورونه آباد خو افغانستان یې خراب کړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بشردوست د جرګې د نن شنبې د مرغومي ۲۹ مې په غونډه کې چې وروسته له دې وکیلان په ژمنۍ رخصتۍ ولاړل او ورسره سم یې ۱۶ دوره هم پای ته ورسېده پر وکیلانو سختې نیوکې وکړې. نوموړي و ویلکه وکیلانو په تېرو ۸ کلونو کې کار کړی وای نن به موږ توانېدلي و، چې غني، عبدالله او سترې محکمې رییس څرخي پله زندان ته اچولي وای، ځکه د دوی د غلتو سیاستونو له امله په تېرو څلورو کلونو کې ۴۰ زره او یوازې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰ زره ملکي وګړي وژل شوي دي. هغه په ټينګار سره و ویل، چې په دغه موده کې د ولسي جرګې غړو د قاچاق کوونکو، ځمکې د غاصبانو، فاسدینو او زورواکو په ملاتړ سره خپل کورنه آباد کړ خو افغانستان یې خراب کړ. ښاغلي بشر دوست و ویل داسمه ده، چې ټول وکیلان قاچاق کوونکو، ځمکې د غاصبانو، فاسدینو او زورواکي نه دي، خو په خپل سقوط سره یې د هغوی ملاتړ وکړ او موږ یې د جرم شریکان یو. د ولسي جرګې دغه غړی زیاتوي، که د جرګې غړو په تېرو ۸ کلونو کې پر افغان ولس ظلم کړی او که یې خپل کار سم سرته رسولی وای نن به یې ولسمشر غني او اجرائیه رییس محکمې ته کش کړي واي. جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني