د جمهور خبري آژانس مرکز 20 جدی 1397 ساعت 9:13 http://jomhornews.com/ps/news/112269/ -------------------------------------------------- سرليک : پوتین او مېرکل سوریه کې د سولې په اړه موافقه کړې -------------------------------------------------- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل سوریه کې د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دي. متن - منځ : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل سوریه کې د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دي. د جمهور آزانس د خبر له مخې دواړو مشرانو په دې تلېفوني خبرو کې په سوریه کې د سولې د هڅو پر همغږي کولو موافقه کړې ده. کرېملن وايي، ښاغلي پوتین او مېرمن مېرکل په اوږد مهال کې د سوریې بحران د حل لپاره دې د ملګرو ملتونو سره په نېږدې همغږۍ سیاسي پروسې ته پراختیا ورکړل شي. ویل کېږي، د روسیې ولسمشر او مېرمن مېرکل د سوریې د نوې اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم بحث وکړ. جمهورخبري آژانس:کابل