د جمهور خبري آژانس مرکز 31 حمل 1398 ساعت 14:54 http://jomhornews.com/ps/news/115680/ -------------------------------------------------- سرليک : افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیاتونه اړولي دي. متن - منځ : طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیاتونه اړولي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر نجیب آقا فهیم نن شنبې د وري ۳۱ مه کابل کې حکومت ته د حساب ورکولو ناسته کې و ویل، چې په تېرو دوه میاشتو کې سېلابونو ۲۴ ولایتونه ځپلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سېلابونو له امله ۲۴۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۹۹ تنه ټپیان او ۱۵ نور هم لا درکه شوي دي. دغه راز هغه و ویل، چې سېلابونو ۳۳ زره د استوګنې کورنه، ۱۴۴ بابه ښوونځي، ۵۴ پلونه او پولچکونه، ۳۸۲ کیلومتره سړک په کلي یا قسمي ډول زیانمن کړی دی. ښاغلي فهیم زیاته کړه، چې د سېلابونو له امله مالي زیان تر دې هم لوړ دی او ډېر ژر به اړونده ادارې کره معلومات راټول او له ولس سره شریک کړي. هغه د دې زیانونو لوی لامل له طبعي پېښو په پوره ډول د خلکو نه پوهای، په لرې پرتو سیمو کې د ژوغورنې ډلو نه شتون، د لارو سختوالی او امنیتي ستونزې وبللې، چې په وینا یې د ژغورنې ډلې پر وخت ځان نه شي ورته رسولی. جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش