د جمهور خبري آژانس مرکز 3 قوس 1400 ساعت 10:41 http://jomhornews.com/ps/news/144958/ -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته راځي -------------------------------------------------- راپورونه وايي، ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په نېږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي. متن - منځ : راپورونه وايي، ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په نېږدې راتلونکې کې کابل ته سفر وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د یوسف د سفر پرېکړه لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د افغانستان په اړه یوه ځانګړې غونډه کې شوې ده. پاکستاني رسنیو د یوسف د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا او په افغانستان کې د عاجلو مرستو د برخو د معلومولو په اړه خبرې ښودلې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل