د جمهور خبري آژانس مرکز 14 دلو 1398 ساعت 9:07 http://jomhornews.com/ps/news/124653/ -------------------------------------------------- سرليک : چین د کرونا وایروس مخینوي لپاره افغانستان سره همکاري کوي -------------------------------------------------- کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د کرونا وایروس مخنیوي لپاره اړینې همکاري کوي. متن - منځ : کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د کرونا وایروس مخنیوي لپاره اړینې همکاري کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو دغه څرګندونې پرون یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنه او خبرو کې کړې دي. د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، وانګ یو په چین کې د دې وژونکي وایروس او دغه راز په اړه یې د چین دولت د اقداماتو په اړه معلومات وړاندي کړي دي. نوموړي ویلي، خوښ دی چې تر اوسه کرونا وایروس افغانستان ته نه دی راغلی او دوی یې د مخنیوي پر لارو چارو د افغانستان له روغتیا وزارت سره په اړیکه کې دي او له نږدې ورسره کار کوي. سرچینه کاږي، عبدالله په چین کې پر دې وایروس د اخته کسانو له کورینو سره خواخوږي څرګنده کړې او په بیلابیلو برخو کې یې د چین له همکاریو قدرداني کړي ده. جمهورخبري آژانس:کابل