د جمهور خبري آژانس مرکز 25 دلو 1397 ساعت 9:54 http://jomhornews.com/ps/news/113457/ -------------------------------------------------- سرليک : پر ایراني ځواکونو ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- راپورونه وايي، ایران کې د دغه هېواد پر سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : راپورونه وايي، ایران کې د دغه هېواد پر سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه ماښام مهال د ایران د سیستان بلوچستان ایالت د خاش په سیمه کې د ایرانو ځواکونو پر یوه بس موټر شوې ده. ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، په دغه برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان شوي دي. دغه رسنیو ویلي، چې د پېښې ټپیان د زهدان روغتونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي. ایراني چارواکو د برید مسوولین تکفري او د لویو استکباري قدروتونو د استخباراتي ډلو کار بللی دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کابل