د جمهور خبري آژانس مرکز 22 میزان 1400 ساعت 9:01 http://jomhornews.com/ps/news/143553/ -------------------------------------------------- سرليک : امیرخان متقي قطر کې د چین له سفیر سره لیدلي دي -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د چین له سفیر شاو ژیان او ورسره پلاوي سره لیدلي دي. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په قطر کې د چین له سفیر شاو ژیان او ورسره پلاوي سره لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او چینايي پلاوي لیدنه پرون چهارشنبې تلې ۲۱ مه د قطر د چین د خلکو جمهوریت د افغانستان د خلکو اجتماعي ارادې ته احترام لري او ملاتړ يې کوي. چینايي پلاوي په خپلو خبرو کې ټینګارک ړی، چې هېڅوک بايد د افغانستان په داخلي چاروکې مداخله ونه کړي او یو هېواد په بل هېواد د خپلې خوښې نظام ونه تپي. په ورته وخت ښاغلي متقي د چینايي پلاوي مننه کړې ویلي یې اسلامي امارت د چین په ګډون د ټولو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي. د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، هیله لري، چې چین په افغانستان کې په بشري مرستو رسولو او بیارغونې کې پوره ونډه واخلي. جمهورخبري آژانس:کابل