د جمهور خبري آژانس مرکز 24 سنبله 1400 ساعت 9:22 http://jomhornews.com/ps/news/142554/ -------------------------------------------------- سرليک : د نړیوال سازمان له لوري د طبي توکو دویمه الوتکه هم کابل ته رسېدلې -------------------------------------------------- په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې. متن - منځ : په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناستلې. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو وسایلو سره په افغانستان کې د یو میلیون کسانو روغتیايي اړتیاوې پوره کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د قطر مننه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته یې دوام ورکړی دی. تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول. جمهورخبري آژانس:کابل