د جمهور خبري آژانس مرکز 3 عقرب 1399 ساعت 8:45 http://jomhornews.com/ps/news/132753/ -------------------------------------------------- سرليک : افغان حکومت د ارمنستان – اذربایجان شخړه کې لاسوهنه رد کړ -------------------------------------------------- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې هېواد یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي. متن - منځ : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې هېواد یې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادعا د ازمنستان او اذربایجان تر منځ جګړې وروسته د ارمنستان د ملي امنیت ادارې کړې وه. د ارمنستان د ملي امنیت ادارې ادعا کړې وه، چې له افغانستان څخه د اذربایجان د ملکي الوتنو له لارې وسلې او جنګیالي اذربایجان ته لېږل کېږي. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ارمنیا دغه ادعا په کلکه رد کړې وايي، دوی د جګړې د قرباني په توګه د اذربایجان او ارمنستان د جګړې سوله ییز حل غواړي. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویلي، دغه شخړه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک او د مېنسک ډلې د پرېکړو له مخې هواره شي. د یادونې ده، چې د دغه دواړو هېوادونو تر منځ د نګورنو قره باغ جلا شوې سیمې پر سر له څو ورځو راهیسې شخړه کې دواړو لورو ته سلګونه امنیتي کسان او ملکیان وژل شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل