د جمهور خبري آژانس مرکز 8 میزان 1398 ساعت 11:45 http://jomhornews.com/ps/news/120855/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبانو پروان کې د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي -------------------------------------------------- د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر وايي، طالبانو له دې ولایت څخه د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي او په نامعلوم لور یې وړي دي. متن - منځ : د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر وايي، طالبانو له دې ولایت څخه د ټاکنو ۱۵ څارونکي تښتولي او په نامعلوم لور یې وړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د ټاکنو ولایتي دفتر مشر عبدالقهار وهاب ساپی وايي، په تښتول شویو کسانو کې ۷ ناظران د ټاکنو د کمېسیون، یو د ټاکنیزو شکایتونو او نور د نوماندانو څارونکي دي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه څارونکي طالبانو د شنبې له ماښام راهیسې په شینوارو ولسوالۍ کې برمته کړي دي. خو د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، طالبانو یوازې اته ناظرین تښتولي دي او دوی یې د ځايي ملکانو په مرسته د راخوشې کولو لپاره له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي. د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې طالبانو د ټاکنو په ورځ په ګڼو ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي وو. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل