د جمهور خبري آژانس مرکز 24 دلو 1397 ساعت 9:08 http://jomhornews.com/ps/news/113411/ -------------------------------------------------- ینس سټولټنبرګ: سرليک : ناټو به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت ته دوام ورکړي -------------------------------------------------- د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو سازمان به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت او ملاتړ ته دوام ورکړي. متن - منځ : د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو سازمان به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت او ملاتړ ته دوام ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له جوړېدونکې غونډې وړاندې له خبریالانو سره خبرو کې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغانستان وضعیت له چیلنجونو سره مخ دی او ناټو به په دغه حالت کې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت ته دوام ورکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې ناټو په افغانستان کې د سولې د ټنګښت یوې موافقې ته د رسېدو په لټه کې ده، نه د ځواکونو د ایستلو. د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونده جوړېدونکې ده. په دغه غونډه کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان، پر روان امنیتي وضعیت، سولې او له افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې اترې وشي. جمهورخبري آژانس:کابل