د جمهور خبري آژانس مرکز 12 حمل 1399 ساعت 12:54 http://jomhornews.com/ps/news/126444/ -------------------------------------------------- سرليک : محمد شاکر کارګر د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس وټاکل شو -------------------------------------------------- د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس، محمد شاکر کارګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو. متن - منځ : د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس، محمد شاکر کارګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو. د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشرد اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم پر اساس، د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام دفتر عمومي رئیس په توګه د محمد شاکر کارګر ټاکل کېدل منظور کړل. محمد شاکر کارګر د هیواد پېژندل شوې څېره ده، په افغانستان کې د سیاست او حکومتولۍ په برخه کې ډېره کاري سابقه لري. نوموړي په تېر کې د لنډمهاله ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اوبو او برېښنا وزیر، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي، په اذربایجان کې سفیر او د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او په ګډو ګټو هیوادونو کې د جمهوررئیس د ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړې دي. جمهورخبري آژانس:کابل