د جمهور خبري آژانس مرکز 1 جوزا 1398 ساعت 9:45 http://jomhornews.com/ps/news/116643/ -------------------------------------------------- سرليک : بروکسل کې نن د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس پیلېږي -------------------------------------------------- ټاکل شوې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې نن چهارشنبې د غبرګولي اوله د افغانستان د سولې په اړه یو ورځنۍ کنفرانس پیل شي. متن - منځ : ټاکل شوې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې نن چهارشنبې د غبرګولي اوله د افغانستان د سولې په اړه یو ورځنۍ کنفرانس پیل شي. د جمهور آژنس د خبر له مخې د سولې عالي شورا خبرپانه وايي، دا کنفرانس د اروپا د سولې د انسټیټیوټ له خوا جوړ شوی او د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په کې د ګډون لپاره بروکسل ته رسېدلی دی. د سولې عالی شورا ویاند غفور احمد جاوید هم ویلي، چې ښاغلی خلیلي به نن په دې کنفرانس کې وینا وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل